د ملي دفاع وزارت د ۲۰۷ الفاروق قول اردو څخه ۶۵۰ ځواکونو فارغ شول

s.mohmand

نن د اسلامي امارت ۶۵۰ تنه دفاعي ځواکونه له مسلکي، پوځي او عقيدوي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ د فراغت د رژې په اجرا کولو سره خپل جشن ترسره کړ.

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي محمد ظريف «مظفر» د امنيت په ټينګښت کې د مجاهدينو د شپو او ورځو هڅې وستايلې او د لويديځ زون خلکو ته د سرتاسري امنيت او ثبات په خاطر ډاډ ورکړ.

د مجاهدینو په دغه فراغت غونډه کې د اسلامي امارت د هرات ولايت والي نور احمد اسلام جار او د لويديځ زون مسوولينو ګډون درلود.