د ملي دفاع وزارت د مشرتابه لومړنۍ اونيزه غونډه د وسله وال پوځ لوی درستیز په مشرۍ جوړه شوه
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پنځلسم مصوبې په تعقیب د ملي دفاع وزارت لومړۍ اونیزه غونډه د وسله وال پوځ د لوی درستیز قاري فصیح الدین " فطرت" په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې په بیلابیلو موضوعات لکه د کاري غونډو پر دوام، د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز اړوند چارو لا چټکتیا، د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز د بیلابیلو برخو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ په تړاو لازم تصمیمونه ونیول شول.
ټاکل شوې چې له دې وروسته به هره اونۍ د ملي دفاع وزارت او لوی درستیز د مرستیالانو او د دغه وزارت د بېلابېلو څانګو د رئیسانو په شتون کې یوه غونډه ترسره شي.