هلمند کې د طالبانو یوه مهم قوماندان په ګډون ۴۶ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د هلمند ولایت لښکرګاه ښار"  قلعه مختار، بولان او سورګدر" اړوند کې ترهګر طالبان په نښه کړل.

چې په پایله د طالبانو یوه مهم قوماندان "عصمت الله" په ګډون ۴۶ ترهګر ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

همداراز د دښمن ۱ موټر، ۲ موټرسایکلونه، ۱ میل دهشکه او ۶ میل کلاشینکوفونه له منځه وړل شوي.