کندهار کې ۱۸ طالب ترهګر ووژل شول
تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت مرکز، ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو اړوندو سیمو کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
چې په پایله کې ۱۸ طالب ترهګر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.
همدا راز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.