پکتيا ولسونو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې له امنيتي ځواکونو، نظام او جمهوريت څخه ملاتړ اعلان کړ

s.mohmand

نن د پکتيا ولايت ټولو ميشتو قومونو د يوې سترې ولسي غونډې په ترڅ کې چې په سلګونو قومي او جهادي مشرانو، ديني علماو او ځوانانو د دفاعي او امنيتي ځواکونو، نظام او جمهوريت څخه په کلکه د ملاتړ ترڅنګ د ترهګرو له لورې روانه ناروا جګړه د پردیو استخباراتو جګړه وبلله.

ويناوالو وويل چې اوس د دې وخت راغلی، ترڅو د ترهګرو پر وړاندې چې د پردیو په اشارو خپل بیګناه افغانان وژني او عامه شتمنۍ لوټ کوي او ورانوي باید په کلکه ودریږو او د خپلو قهرمانو دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو او د هیواد او ولس دښمنانو ته اجازه ورنکړو چې خپلو ناوړه موخو ته ورسیږي.