هلمند کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون د ۹ ترهګرو وژل کیدل
تېره ورځ، افغان هوایي ځواکونو د هلمند ولایت ګرشک او نهرسراج ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو غونډه په نښه کړه.
چې په پایله کې د طالبانو ۲ مهم قوماندانانو په ګډون ۹ ترهګر طالبان ووژل شول او د نهرسراج ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو استخباراتو مسول په ګډون ۵ نور ټپیان شول.
همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات له منځه وړل شوي دي.