ننګرهار کې ۱۸ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand


تېره ورځ، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ننګرهار ولایت حصارک او اچین ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې ۱۸ ترهګرطالبان ووژل شول، ۱۰ نور ټپيان شول.

همداراز ۱۴ بېلابېل ډول ماینونه، چې ترهګرو طالبانو یادو ولسوالۍ کې د ملکي، دفاعي او امنیتي ځواکونو وژلو په موځه ځای پرځای کړي وو، دفاعي او امنیتي ځواکونو لوري کشف او شنډ شول او د لسګونو کسانو ژوند وژغورل شول.