پروان کې طالبانو د ۴ مخکښو غړو په ګډون ۱۸ ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه, دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایې قواوو په ملاتړ د پروان ولایت سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو اړوندو سیمو کې د طالب ترهګرو مواضع او تجمعات په نښه کړل.

چې په پایله کې سیاه ګرد ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوي ولسوال او ۳ نورو مخکښو غړو په ګډون, ۱۸ ترهګر ووژل شول او ۳ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز په دې برېدونو کې د دښمن زیات شمېر وسلې, مهمات او تجهیزات له منځه یوړل شول.