د هلمند ګرشک ولسوالۍ د طالب ترهګرو له شتونه پاکه شوه

s.mohmand

نن ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت ګرشک او نهر سراج ولسوالیو اړوند پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې تر ۶۰ زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته, یو شمېر وسلې, مهمات او تجهیزات یې له منځه یوړل شول.

په دې عملیاتو کې د ګرشک ولسوالۍ په بشپړ ډول د تروریستانو له شتونه پاکه شوه