فاریاب کې ۴۵ طالب ترهګر ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ، د فاریاب ولایت دولت اباد او شیرین تګاب ولسوالیو اړوندو سیمو کې  پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.

چې په پایله کې ۴۵ طالب ترهګر ووژل شول او ۴۷ تنه نور ټپيان شول.

همدا راز د دښمن یوه زیاته اندازه وسلې او تجهیزات هم له منځه یوړل شول.