کندوز کې ۲۷ ترهګر طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره شپه دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ، د کندوز ولایت خان اباد او علي اباد ولسوالیو کې ترهګرو طالبانو پروړاندې تصفیوي عملیات ترسره کړل.

چې په پایله کې د ترهګرو طالبانو د سرې قطعې قوماندان “سیدجان” مشهور په سجاد په ګډون ۲۷ ترهګر ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول.

همداراز د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

یادو ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو تر بشپړ پاکیدو پورې چاڼیز عملیات دوام لري...