د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د "یاسین کمپ" په نامه پوځي اډې د موقعیت د بدلون په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لزوم دید او د پکتیا ولایت د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس، د یاد ولایت په "زرمت" ولسوالۍ کې، ۲۰۳ تندر قول اردو پورې اړوند د "یاسین کمپ" په نامه یوه پوځي اډه چې د یادې ولسوالۍ په یوې دښتې کې موقعیت درلود؛ د بهترې او لا زیاتې اغیزمنتیا په موخه له دغې سیمې تغییر د موقعیت وکړ او دغې ولسوالۍ پورې اړوند د نیکنام قرارګاه ته انتقال شوه، چې وروسته له دې به یې موثریت خورا اغیزمن واوسي.

په "زرمت" ولسوالۍ کې له دغې پوځي اډې څخه به، ددغې ولسوالۍ د اوسیدونکو د ځان او مال د خوندېتوب په موخه اغیزمنه ګټه واخیستل شي.

دفاعي او امنیتي ملي ځواکونه له خپل ټول ځواک او امکاناتو څخه کار اخلي ترڅو د اغیزمنو او ګټورو لارو چارو په کارولو سره د خپلو هېوادوالو لپاره امنیت ټینګ کړي او د دښمنانو له بریدونو څخه ساتنه وکړي.