د ملي اردو روغتیايي ټیمونو په بهسودو ولسوالۍ کې د ناروغانو لپاره د درملنې زمینه برابره کړه
د ملي اردو روغتیایي ټیمونو نن د مېدان وردګو ولایت بهسود ولسوالۍ ته روغتیایي مرستې ولیږدولې او یوازې نن څه باندې سل کسان یې تر درملنې ونیول.
همداراز د بهسودو ولسوالۍ لومړۍ او دویمې حصې اړوند سیمو کې دوه روغتیایي کلینیکونو سره د درملو مرسته وکړه.
د ملي اردو ځواکونو له لوري په دغې ولسوالۍ کې له اړمنو کسانو سره د خوړو توکو مرستې او روغتیایي خدمات به دوام ولري.