کندهار کې ۲۵ طالب ترهګرو ووژل شول او ۳۶ ټپيان شول
تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت "پنجوایې" او "ارغنداب" ولسوالیو اړوندو سېمو کې عملیات تر سره کړل.
ددغو عملیاتو په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول, ۳۶ تنه ټپيان او د دښمن یو شمېر وسلې له منځه یوړل شوې.
همدا راز د یاد ولایت په "میوند" او "ارغنداب" ولسوالیو کې طالب ترهګر د ملکي او نظامي کسانو د مرګ ژوبلې په موخه ۱۳ کړۍ ماینونه خښ کړي وو, چې د ملي اردو ځواکونو د انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.