کندهار کې ۳۶ طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ په «کوهک»، «جوی لاهور» او«دشت بولان» سېمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د برید په موخه راټول شوي وو.

دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې، ۳۶ طالبان ووژل شول، ۵ تنه ټپیان، د دښمن یو ۸۲ توپ، ۱ موټر، وسلې او مهمات له منځه یوړل شول.

همدا راز طالبانو د یاد ولایت د «ژیړۍ»، «ارغنداب» او «میوند» ولسوالیو اړوندو سېمو کې د ملکي او نظامي کسانو د وژلو په هدف، ۳۰ کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې د ملي اردو د انجنیرۍ ټیم له خوا کشف او شنډ شول.