په غزني کې ۸ طالبان ووژل شول او د موټر بم د بمي برید مخه یې ونیول شوه
تېره شپه دفاعي ځواکونو د غزني ولایت د لومړۍ نمبر لارې په اوږدو کې هغه مهال د طالب ترهګرو موټر بم په نښه او له منځه یوړ, چې دغو ترهګرو غوښتل د ملي اردو د یادې لارې پر پایګاه برید ترسره کړي.
همدا راز په دې ځوابي او هوایي بریدونو کې, ۸ ترهګر ووژل شول, ۱ تن ټپي او برید یې له ماتې سره مخ شو.