په بلخ کې ۴ طالبان ووژل شول, ۶ ټپيان او ۱۰ تنه ونیول شول
تېره ورځ د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اړوند په "هیواد او پلاس" کليو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته وشوه. د دغو نښتو په پایله کې, ۴ طالبان ووژل شول, ۶ تنه ټپيان او ۱۰ تنه د یو شمېر وسلو او مهماتو سره ونیول شول.
همدا راز دفاعي او امنیتي ځواکونو د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ اړوند د هیواد، پلاسپوش، مومندان، خواجه غولک، غندان پایین، غندان بالا، تره خیل او ده بی بی کلي د دښمن له شتون څخه پاک کړل.