د ارزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې ۱۹ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل!

s.mohmand

تېره ورځ طالبانو د ارزګان ولایت د «گیزاب» ولسوالۍ اړوندو سېمو کې په دفاعي او امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ډله ترهګر په نښه کړل، چې په پایله کې، ۱۱ طالبان ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.

همدا راز د یادو بریدونو په ترڅ کې د دښمن ۲ موټر سایکلونه د وسلو او مهماتو سره له منځه یوړل شول.