کندهار ولایت کې ۳۱ طالبان ووژل شول
تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت د "ژیړ ۍ" او "ارغنداب" ولسوالیو اړوند سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید په موخه راټول شوي وو.
دفاعي او امنیتي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې دغه ترهګره ډله په نښه کړل، چې په پایله کې ۳۱ طالبان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول.
همدا راز د عملیاتو پایله کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه یوړل شوي.