۱۶ کړۍ ماینونه چې طالبانو په کندهار، زابل او اروزګان کې د خلکو د تګ راتګ په لاره کې ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او شنډ شول
تېره ورځ طالبانو د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ کې ۱۲ کړۍ ماینونه د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې ۳ کړۍ ماینونه او د ارزگان په ترینکوټ کې ۱ کړۍ ماین د وسایط ضد، ملکي او پوځي کسانو وژلو په موخه ځای پر ځای کړي وو مخکې له چاودلو خوشبختانه د ملي اردو ځواکونو د انجینیري ټیم له لوري کشف او شنډ شول.