کندهار کې 51 طالبان ووژل شول

s.mohmand

تېره ورځ وسلوالو طالبانو د کندهار ولایت د ډنډ، ژیړۍ،ارغنداب، میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو اړوندو سېمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د فعالې دفاع په چوکاټ کې د طالبانو بریدونه ناکام او شنډ کړل.
د نښتوپه پایله کې ۵۱ ترهګر طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.
همدا راز د طالبانو له خوا ۱۳ کړۍ ځای پرځای شوي ماینونه د ملي اردو انجینرۍ ټیم له لوري کشف اوشنډ شوي.
د طالبانو۴ پټنځایونه، یوه اندازه وسلې او مهمات هم ویجاړ شوي دي.