د ملي اردو د سواد زده کړې برنامې د لومړۍ دورې فراغت

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۹/۸ - ۱۶:۵۳
د ملي اردو د سواد زده کړې برنامې د لومړۍ دورې فراغت

د ګډ محاربوي روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ تنه سرتیري د سواد زده کړې برنامې څخه فارغ شول.

د سرتیرو د فراغت مراسم د ملي دفاع وزارت د پر سونل او تعلیماتو مرستیالې "منیره یوسفزاده" , د جلب او جذب عمومي قوماندان تورنجنرال "عبدالهادي ترین" , د ملي دفاع یو شمیر جنرالانو او افسرانو, د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین او د "GIZ" ادارې رییس په حضور کې تر سره شول.

د ملي دفاع وزارت د پرسونل او تعلیماتو مرستیالې وویل: د ملي اردو سرتیري په یو لاس کې قلم او په بل لاس کې وسلې سره د افغانستان خدمت کوي او د هېوادوالو د ځان او مال ساتنه کوي.

تاسې د خلکو په زړونو کې ځای لرﺉ او نن ورځ د یو مسلکي او لوستې سرتیري په حیث کولای شﺉ چې د هېواد او خلکو لا ښه دفاع وکړﺉ.

د سواد زده کړې برنامه د ملي اردو منسوبینو ته د ۳ کالو له پاره پلان شوې, چې د "GIZ" ادارې له خوا تطبیق کیږې, د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت به د دې برنامې څارنه کوي او عمومي مدیریت به یې د ملي دفاع وزارت په غاړه وي او په ټولو ښوونیزو مرکزونو او ساحوي قول اردوګانو کې به پلي شي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته