په هلمند او نیمروز ولایاتو کې د ۶ تروریستي پیښو مخه ونیول شوه
تیره ورځ د ۲۱۵ میوند قول اردو اړوند د ماین پیژندنې مسلکي پوځیانو د هلمند ولایت اړوند ناوې او د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالیو کې ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
نوموړي ماینونه د وسله والو طالبانو له خوا ملکي وګړو ته د زیان اړولو په موخه ځای پر ځای شوي ول.
متاسفانه مختورن دښمن په عامه لارو او پلچکونو کې د ورانکارۍ په موخه هره ورځ ماینونه ځای پر ځای کوي، تر څو بې ګناه وګړو ته مرګژوبله واړوي او عامه شتمۍ تخریب کړي، خو زموږ غښتلي امنیتي او دفاعي ځواکونه يې په شنډولو بوخت دي.
زمونږ بشپړه هڅه داده، چې د امنیت د لاټینګښت لپاره له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړو او دښمن دې دا هم له سره وباسي، چې دوی به کومه سیمه ونیسي او یا به په خپلو شومو اهدافو کې کامیاب شي.