د ملي دفاع وزارت خبرتيا
ملي دفاع وزارت په ټولنیزو شبکو کې د خپرې شوې ویډیو په اړه، چې ظاهرا امنيتي سرتیري له نیول شوو جسدونو سره ناوړه چلند کوي، خبر شوي دي.
ملي دفاع وزارت د دغه موضوع جدي څيړنه کوي; که چيرې ثابت شي، چې دا د ملي اردو منسوبين دي، د افغانستان اسلامي دولت د نافذه قوانینو په بنسټ به د متخلفینو سره چلند وشي.
د ملي دفاع وزارت رهبري ټولو منسوبینو ته ټینګار کوي، چې د افغانستان اسلامي جمهوريت ټولو نافذه قوانینو او بين المللي قوانينو ته بشپړه پاملرنه و کړي.