٣٨ تنه ترهګر وژل شوي دی
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱٢ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ١١هوايي بریدونه د هېواد په ١٠ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ٣٨ تنه ترهګر وژل شوي ،۱٣ تنه ټپیان او ٥ تنه نیول شوي دي.
هلمند - نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په پایله کې ١١تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
فاریاب - المار و پشتونکوټ ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په پایله کې ٧ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ٤ موضع ګانې له منځه وړل شوي دي.
بلخ - چمتال اوزارع ولسوالیو کې د هوایي برید او ځوابي ډزو په پایله کې ٦تنه ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي او د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.
تخار - بهارک ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ٦ تنه ترهګر وژل شوي او ٢ تنه ټپیان شوي دي.
ارزګان - مرکز اړوند سیمه کې د چانیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ٦ تنه ترهګر وژل شوي،٢ تنه ټپیان، یو شمیر وسلې او مهمات،٢ پټنځایونه، یو صوف له منځه وړل شوی او ٨ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
کندهار- شاولیکوت ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ٢ تنه ترهګر وژل شوي او ٣ تنه ټپيان شوي دي.
خوست- صبری ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ٢ تنه ترهګر نیول شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.