۱۷ تنه ترهګر ووژل شول
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
غزني- د هوايي بریدونو په پایله کې، چې په ګیلان او ګیرو ولسوالیو کې تر سره شوي ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۳ موټر او ۴ موټر سایکلونه او د وسایطو یو ورکشاپ له منځه وړل شوي دي.
هلمند- د ځوابي ډزو په پایله کې، چې په نهر سراج ولسوالۍ کې تر سره شوې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو موټر او یو شمېر وسلې او مهمات لاس ته راغلي دي.