۷۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۲۲ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۲۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۹ ټپیان او د ۱۳ شکمنو په ګډون ۱۵ تنه نیول شوي دي.
فاریاب- المار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو او هوايي بریدونو په پایله کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۶ ټپیان، یو تن نیول شوی، یو پټنځی له منځه وړل شوی، یو موټر او یوه اندازه د ماین جوړولو توکي لاسته راغلي دي.
هرات- اوبه او پښتون زرغون ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
تخار- خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۱ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان او د خم دان یتیم قشلاق، دوګ قشلاق له دشت قلعه تر کمیساري آیخانم، نواحي شهر کهنه آیخانم، د احسام الدین سه راهي، مامور حسن او شور توغي سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې دي.
زابل- شینکۍ او شاه جوی ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او د ګډو ځانګړو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیان، ۶ تنه شکمن نیول شوي، ۲ موټر سایکل او یو پټنځی له منځه وړل شوي دي.
غزني- ګیلان او اندړو ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، یو ټپي، یو تن شکمن نیول شوی او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
کنړ- څوکۍ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بغلان- نهرین ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- نهر سراج او نادعلي ولسوالیو کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیانو، ۳ دېپو وې، ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۴ پټنځایونه، یو موټر، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۳۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کندز- ولایت مرکز کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۷ تنه شکمن نیول شوي، یو پټنځی، ۴ موټر، ۵ موټر سایکلونه، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.