۷۱ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۲ ټپیان او د یو شکمن په ګډون ۳ تنه نیول شوي دي.
کندز- خان آباد ولسوالۍ او د ولایت شاوخوا د هوايي بریدونو په پایله کې ۲۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیان او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.
تخار- دشت قلعه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ ټپیان، یو موټر، ۶ موټر ساکلونه او ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
فراه- خاک سفید ولسوالۍ په دیوار سورخ کلي او د ولایت په مرکز کې د ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن شکمن نیول شوی او ۸ موضعوې له منځه وړل شوې دي.
بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
هلمند- سنګین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
هرات- اوبه، کشک، ګلران او پښتون زرغون ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
کاپیسا- تګاب ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال عطاالله په ګډون ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ او دولایت مرکز کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په پایله کې د طالبانو د یو تن قومندان په ګډون ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان او ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
خوست- ولایت مرکز شاوخوا په شمل بهسودي کلي کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو میل وسله لاسته راغلې ده.
بدخشان- یمګان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.
لوگر- ولایت مرکز شاوخوا سیمو کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر نیول شوي او د چرسو یوه فابریکه له منځه وړل شوې ده.