۵۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او ۱۰ شکمن کسان نیول شوي دي.
هلمند- مارجه او نهرسراج ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چانیزو عملیاتو په پایله کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي، یو پټنځی له منځه وړل شوی او ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
ننگرهار- اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې د حقاني شبکې اړوند ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزني- ده یک ولسوالۍ او مرکز کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
خوست- تیرزایي ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې د حقاني شبکې اړوند ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
کندهار- معروف ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ارزگان- خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیا- ځاځي ولسوالۍ او ولایت مرکز کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو او هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ شکمن کسان نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات، ۳۱ مبایلونه، ۷۰ قطعې پېژند کارتونه، ۲۰ کیلو ګرامه چرس، ۲ بورۍ پوځي یونیفورم او ۲ لپ ټاپ کمپوټرونه لاسته راغلي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
کاپیسا- اله سای ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
هرات- غوریانو ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۳ شکمن کسان نیول شوي دي.