۳۵ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۵ تنه نیول شوي دي.

هرات- پښتون زرغون ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د توپچي ډزو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، یو پټنځی او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوي دي.

فراه- قلعه کاه ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او د دښمن ۲ موضعوې له منځه وړل شوې دي.

بغلان- ډنډ غوري سیمه کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نیول شوي دي.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن ۱۴ موضعوې له منځه وړل شوې او ۱۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

ارزگان- چارچینو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.