۵۱ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او ۷ شکمن کسان نیول شوي دي.
پکتیا- آریوب ځاځي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي انداخت په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بغلان- پلخمري شاوخوا سیمو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
بلخ- زارع او شولګره ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کط ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
زابل- شهرصفا ولسوالۍ په جلدک سیمه کې د هوايي بریدونو به ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ارزگان- خاص ارزاګان ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بادغیس- جوند ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
غزني- ده یک او جغتو ولسوالیو کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
هرات- شنډنډ ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یو ځان وژونکی بریدګر وژل شوی، ۴ تنه نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
فراه- ولایت مرکز شاوخوا سیمو کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.