۶۳ تن ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۶هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې د ۱۲ داعشیانو په ګډون ۶۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۹ تنه ټپیان او ۲ تنه نیول شوي دي.
ننگرهار- اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه داعشیان وژل شوي دي.
بغلان- دهنه غوري او نهرین ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او توپچي انداخت په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
کندز- خان آباد ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، یو تن نیول شوی، یوه قبضه راکټ، یو پټنځی، د وسلو او مهماتو ۳ زېرمې له منځه وړل شوې او ۲۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
فاریاب- پښتونکوټ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- نهر سراج او لښکرګاه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.
پکتیا- زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
بلخ ولایت- بلخ ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
زابل- میزان ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
ارزگان- ولایت مرکز ګومریان سیمه کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.