۱۱۹ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۷ ولایتونو کې تر سره کړي دي.

د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۳۴ تنه ټپیان شوي دي.

فاریاب- ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

کندز- ښار ته څېرمه، د هوايي بریدونو او چاڼیزو په ترڅ کې ۴۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۴ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هرات- غوریانو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.

زابل- اطغر ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بدخشان- بهارک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

ارزگان- شهید حساس ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پکتیکا- جانيخلو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.