پکتیا ولایت ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست سفر

zia_omid
جمعه ۱۳۹۸/۵/۲۵ - ۱۳:۱۱
سفر سرپرست وزارت دفاع ملی به ولایت پکتیا

د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د ناتو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي او د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزی هم ورسره و د سهیل ختیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه د پکتیا ولایت کردیز ته سفر ګړی و.

په دغه سفر کې د ملي دفاع سرپرست وزیر او ورسره پلاوي د پکتیا، پکتیکا له والیانو او په یاد زون کې د میشتو امنیتي ځواکونو له مسوولینو سره د امنیتي وضعیت په اړه د خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ، چې د خلکو د سر او مال ساتنې په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړي، او د سهیل ختیځ زون د لویې لارې د امنیت په ساتلوکې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

همداراز جنرال مېلر یو ځل بیا له افغان ځواکونو څخه د ناتو په پوځي ملاتړ ټینګار وکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته