په ملي دفاع وزارت کې د حکومتي چارواکو له لوري د زمري ۲۸ مه ونمانځل شوه

web_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۸ - ۱۷:۴
په ملي دفاع وزارت کې د حکومتي چارواکو له لوري د زمري ۲۸ مه ونمانځل شوه

 
نن په ملي دفاع وزارت کې د اسلامي امارت د رياست الوزرا مرستيالانو، د کابينې غړو او مجاهدینو په شتون کې، له انګلیس څخه د خپلواکۍ بيرته ګټلو ۱۰۴ کليزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د مراسمو په پيل کې د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د هېواد خپلواکۍ د مبارکۍ تر څنګ وويل: «موږ د خپلو نيکونو او پلرونو په دې وياړلې ورځ جشن نيسو، چې د دوې څخه په ميراث پاتې بچيانو يې هم تيره ورځ د نړۍ لوی زبرځواک، امريکا او ناټو مات کړل.»

دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د رياست الوزرا مرستيالانو او د کابينې غړو د خپلواکۍ په ویونکو ويناوو سره، په خپلو ويناوو کې د نړۍ د درې زبرځواکو په وړاندې د مبارزې او نورو اشغالګرو ته عبرت د درس په توګه يادونه وکړه. 

په دغه مراسمو کې د اسلامي امارت د زعیم شيخ الحديث والتفسير اميرالمؤمنين مولوي هيبت الله «آخندزاده» حفظه الله، د مبارکۍ پيغام حاضرینو ته واورول شو.

په اخير کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين «فطرت» سره د خپلواکۍ څلي ته ولاړل او د بانډو کنډک د ځانګړو تشريفاتو په ترڅ کې يې په ياد څلي د ګلو ګيډۍ کېښوده.
له‌دې سره سم د ملي دفاع وزارت الوتکو او چورلکو د کابل پر اسمان د اسلامي امارت د بيرغ په رپولو د خپلواکۍ د ورځې په موخه يې ګلونه او د مبارکۍ پاڼې له هوا څخه وشيندلې.

#دمليدفاع_وزارت

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته