د کندز د خان آباد ولسوالۍ بريد په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلاميه

s.mohmand

وسله والو طالبانو نن ترغرمې وړاندې د کندز ولايت خان آباد ولسوالۍ "نيکپاى سيد رمضان" سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ، امنيتي ځواکونو په دفاعي حالت کې ځوابي بريد ترسره کړ چې په پايله کې يې د قاري عبدالرازق او مولوي عباس دمرستيال په ګډون تر 30 ډېر ترهګر ووژل شول او د فيضاني او قاري ابراهيم چې په حظيفه مشهور و د دوو قومندانانو په ګډون اته وسله وال طالبان ټپيان شول.

همداراز دغه بريد کې د وسله والو طالبانو څلور موټر، اته موټرسايکلونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه يوړل شول. د لومړنیو راپورونو په اساس په دې پیښه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی، د ملي دفاع وزارت په دې پیښه کې ملکي کسانو ته د زیان رسیدو په اړه څېړنه کوي او د خپلو څېړنو پايلې به له خلکو سره شریکې کړي.

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۴۱
Background image

د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون خبرتیا

 د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د(۱۴۰۴) ښونیز کال لپاره د پوهنې وزارت، د حضرت سعد ابن ابی وقاص(رض) حربي ښوونځي د دولسمو ټولګیو فارغان او دیني مدرسو د دولسمو ټولګیو معادل فارغان چې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۲۹
Background image

اطلاعیه قوماندانی اکادمی نظامی ملی حضرت معاذ بن جبل (رض)

به اطلاع ۴۹۸ تن از محصلین ی که از طریق امتحان کانکور در دوره بیستم اکادمی نظامی ملی پوهنتون دفاع ملی حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) کامیاب شده‌اند، رسانیده می‌شود که از تاریخ ۲۴ حمل سال . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۶:۸
Background image

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۴ ښوونيز کال لسم ټولګي ته د پوهنې وزارت د نهمو ټولګیو فارغان او د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګیو معادل زده کوونکي په لاندې . . .

Back to announcements