د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون خبرتیا

s.mohmand
د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون خبرتیا

 د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د(۱۴۰۴) ښونیز کال لپاره د پوهنې وزارت، د حضرت سعد ابن ابی وقاص(رض) حربي ښوونځي د دولسمو ټولګیو فارغان او دیني مدرسو د دولسمو ټولګیو معادل فارغان چې د فراغت سند يې د پوهنې وزارت د ښوونځیو دولسمو ټولګیو معادل وي د(پیلوټۍ، هوايي تخنیک او هوايي لوژستیک) څانګو کې په لاندې شرایطو مني. 

۱ـ د داوطلب عمر له(۱۸ـ۲۴) کالونو پورې وي. 
۲ـ د ملکي ښونځیو د دولسمو ټولګیو د فارغانو او دیني رسمي مدرسو د دولسمو ټولګیو معادل فارغانو د فراغت سند د اړونده ولایت د پوهنې ریاست له لوري منل شوی وي. 
۳ـ داوطلب مجرد وي، په نشه يي توکو روږدی او په جنائي او سیاسي جرمونو تورن نه وي، ډسپلین منونکی او پر ځان د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د ټولو قوانینو د پلي کولو وړتیا ولري. 
۴ـ داوطلب د افغانستان د تابیعت اصلي پاڼه ولري. 
۵ـ داوطلب د ښه روغتیايي وضعیت څخه برخمن وي. 

داوطلبان کولی شي له(۴) قطعې انځورنو او د تابیعت اصلي پیژند پاڼې سره د روان کال د غبرګولې میاشتې له ( ۲ مې) نېټې څخه تر(۲۵مې) پورې د نوم لیکنې او د کانکور په آزموینه کې د ګډون د فورمو د ترلاسه کولو په موخه د اړونده ولایتونو د جلب او جذب کمیساریو ته ورشي.
 
د لازیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ او یا هم د ملي دفاع وزارت ویب سایټ ته مراجعه وکړئ. 
۰۲۰۲۶۷۳۱۱۴ 
۰۲۰۲۶۴۰۸۷۱

خبرتیاوې

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۴۱
Background image

د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون خبرتیا

 د هوايي او هوايي مدافعې پوهنتون د(۱۴۰۴) ښونیز کال لپاره د پوهنې وزارت، د حضرت سعد ابن ابی وقاص(رض) حربي ښوونځي د دولسمو ټولګیو فارغان او دیني مدرسو د دولسمو ټولګیو معادل فارغان چې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۴:۲۹
Background image

اطلاعیه قوماندانی اکادمی نظامی ملی حضرت معاذ بن جبل (رض)

به اطلاع ۴۹۸ تن از محصلین ی که از طریق امتحان کانکور در دوره بیستم اکادمی نظامی ملی پوهنتون دفاع ملی حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) کامیاب شده‌اند، رسانیده می‌شود که از تاریخ ۲۴ حمل سال . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۶:۸
Background image

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) حربي ښوونځي د قوماندانۍ خبرتيا

د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي قوماندانۍ د ۱۴۰۴ ښوونيز کال لسم ټولګي ته د پوهنې وزارت د نهمو ټولګیو فارغان او د دیني رسمي مدرسو د نهمو ټولګیو معادل زده کوونکي په لاندې . . .

Back to announcements