د ٢٠٥ البدر قول اردو د ٨٥٠ تنه منسوبینو فراغت غونډه  د وسله وال پوځ لوی درستیز  په ګډون او ویناوو سره تر سره شوه 

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۲۲:۱۸
د ٢٠٥ البدر قول اردو د ٨٥٠ تنه منسوبینو فراغت غونډه  د وسله وال پوځ لوی درستیز  په ګډون او ویناوو سره تر سره شوه 

د ٢٠٥ البدر اردو له بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو څخه د ٨٥٠ تنو ځوانو منسوبینو د فراغت مراسم تیره ورځ  د هیواد د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین"فطرت" او یو شمېر نورو  نظامي او ملکي مسؤلینو په شتون سره تر سره شول.

په دغه مراسمو کې د د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین"فطرت" د ملي اسلامي اردو له هغو ځوان منسوبینو چې په پوځي او مسلکي زده کړو بوخت دي ستاینه وکړه او ويې ویل: نن ورځ چې  د ملي اسلامي اردو لیکې له مسلمان ځوانانو  څخه جوړ، د هیواد په ګوت ګوټ کې سراسري  امنیت تامین، شریعت نافذ او موږ ټول یې شاهدان یو  دا هر څه ستاسو د قربانیو نتیجه ده.

دغو منسوبین چې  دریو میاشتنیو نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړې  یې د ٢٠٥ البدر قول اردو په ښوونیز مرکز کې ترسره کړې وې د نظامي او مسلکي نمایشاتو په ښودولو سره یې مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول حالاتو کې د هیواد له اسلامي، ملي ارزښتونو څخه دفاع ته چمتو دي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۲۲:۳۱
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر له هیواد څخه بهر میشتو هیوادوالو سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" له یو شمېر هغو هیوادوالو سره چې په اروپا او ځینو نورو هیوادونو کې میشت دي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره هیواد ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او د وسلوال پوځ لوی درستیز د سیمیزو قطعاتو له مسؤلینو سره په VTC (ویډیو کنفرانس) کې ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا محمد فاضل "مظلوم" او د هیواد د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د سیمیزو قول اردوګانو، قطعات او جزوتامو له مسؤلینو او. . .

بېرته خبرونه ته