د وسلوال پوځ لوی درستيز د اسلامي امارت د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ ته سفر وکړ

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۹:۳۷
سفر لوی درستیز قوای مسلح همراه با یک هیات بلند پایه امارت اسلامی به ولسوالی بلخاب ولایت سرپُل 

د اسلامي امارت د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصیح الدین "فطرت" د اسلامي امارت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، چې د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي مزمل او د استخباراتو د عمومي رياست مرستيال مولوي نجيب الله يې ملتيا کوله د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ ته ولاړل او هلته يې د علمانو، قومي سپين ږيرو، مخورو او د سيمه ييزو امنیتي مسؤلينو سره د دغې ولسوالۍ د امنيتي وضیعت له نږدې ارزونه وکړه او خلکو د انديښنو رفع کولو په موخه يې مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همدا راز په دې ناسته کې علمانو، قومي سپین ږیرو او د خلکو استازو د اسلامي امارت له دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه خپل هر اړخيز ملاتړ اعلان کړ او له دولت څخه يې د بيارغونې او عامو خلکو ته د لا زياتو اسانتياوو برابرولو غوښتنه وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۹:۵۱
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز د سردار محمد داود خان له روغتون څخه لیدنه وکړه

د هېواد د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین " فطرت " په روغتیایي مرکز کې د غاښونو څانګې په پرانستلو برسېره د عامې روغتیا له رئیس ډاکټر طاهر "احرار" سره په ګډه د سردار محمد داود خان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۸ - ۲۳:۴۸
Background image

د ملي دفاع سرپرست وزیر چین د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن د خپل کار په دفتر کې چین د بهرنیو چارو وزارت له استازي يوشيايونګ سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د ملي دفاع وزارت سرپرست د وروستیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۶ - ۹:۳۷
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستيز د اسلامي امارت د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سرپل ولايت بلخاب ولسوالۍ ته سفر وکړ

د اسلامي امارت د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري فصیح الدین "فطرت" د اسلامي امارت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، چې د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي مزمل او د استخباراتو د عمومي رياست مرستيال. . .

بېرته خبرونه ته