د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

web_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱/۱۰ - ۱۱:۳۸
د وسله وال پوځ لوی درستيز او حکومت د کابینې غړو په ګډون کې د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنه منسوبينو فراغت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو قطعاتو د ۱۳۳۸ تنو ځوانو منسوبينو فراغت نن د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین " فطرت"، د لوړو زده کړو سرپرست شیخ ندا محمد " ندیم"، چارواکو، علماء کرامو، منسوبينو او مجاهدينو په ګډون کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د دغه فرقې په ښوونيز مرکز کې تر سره شو.

د وسله وال پوځ لوی درستیز، په دې مراسمو کې فارغانو ته خطاب وکړ او وېې ویل: کوم امنیت او سوله چې اوس په هېواد کې حاکمه ده، دا ستاسو برکت دی، ټول مشران او د هېواد وګړي ستاسو په احساساتو او سرښندنو وياړي.

د دغې فرقې چارواکو او مسؤلانو ژمنه وکړه، چې د یوه غښتلي او منظم پوځ د روزلو لپاره، چې د اسلامي نظام او هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه کولای شي، ډاډ ورکړ.

د يادو فارغانو له جملې څخه ۹۸۷ تنه له لومړنیو زده کړو او ۴۴۹ تنه د تخصصي څانګې څخه فارغ شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته