د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو له آزاد شویو اسیرانو څخه ملاتړ او هرکلی وشو

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د ملي دفاع وزارت په انګړ کې جوړه شوې وه، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رییس محمد شاکر "کارګر"، د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخیل"، د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیأ "سراج"، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین عبدالصبور "قانع"، د حج او اوقافو وزارت معین امین الدین "مظفری" او د دفاعي او امنیتي ارګانونو جنرالانو او افسرانو ګډون کړی وو.
په دې مراسمو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رییس محمد شاکر "کارګر"، د جلالتمآب جمهور رییس پیغام ولوست چې په هغه کې ولسمشر دغو اسیرانو ته په خطاب کې ویلي وو: "تاسو د هېواد د ریښتینو اتلو بچیو ژوندی مثال یاست چې د اسلامي او دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره له هېڅ ډول هڅو مو دریغ ندی کړی او په جګړه کې له دښمن سره اسیران شوۍ، له تاسو ملاتړ د دولت اصلي لومړیتوب دی، تاسو د سولې او ټیکاوو د ټینګښت په موخه د هېواد د دښمنانو پر وړاندې مبارزه کړې ده او نړیوال ټول ستاسو د مبارزې پر حقانیت پوه شوي دي او د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو یې ملاتړ اعلام کړی دی". همداراز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود "میاخېل" وویل:" د هېواد له اصیلو بچیو قدرداني او ملاتړ چې د خاورې د دفاع او عزت پخاطر اسیران شوي وو، زمونږ ټولو مسوولیت دی، تاسو د هېواد د عزت او سرلوړي لپاره ملا تړلې ده او دا مو په عمل کې وښووده".
همداراز د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیأ "سراج" په خپله وینا کې زیاته کړه: د ژوند کولو حق، هغه ارزښتناک اصل دي چې تاسو د خپل هېواد د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره دغه قرباني ورکړه، ستاسو هڅې د قدر وړ دي او هېڅکله به په ټيټ ارزښت ونه لیدل شي.
همداراز د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین "مظفري" وویل: "سوله ییز ژوند او د پوځي ځواک لرل مسلم حق او له نظام او دفاعي او امنیتي ځواکونو دفاع زمونږ مسوولیت دی. اسیر کېدل د مبارزې او جهاد یوه نښه ده چې تاسو د زیاتو زحمتونو په منلو سره دا ثابته کړه".
د یادونې وړ ده دغه سرتیري چې ټولییز شمیر یې په مرکزي زون کې ۱۲۷ تنو ته رسیږي د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت سرتیري او افسران پکې شامل دي چې د سولې د بهیر په ترڅ کې تبادله شوي دي. په پای کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو پر خوشې شویو اسیرانو نقدي مرستې هم وویشل شوې.