د ملي دفاع وزارت مشرتابه د هغې مور ستونزې چې درې زامن یې د هېواد د دفاع په لاره کې معلول شوي دي ژر تر ژره رسیدنه کوي

د هېواد د ملي دفاع وزیر د هدایت پر اساس، د ښوونې او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسف زاده، نن له غرمې وروسته له هغې مور سره په لیدنه کې چې درې اتل زامن یې د هېواد د دفاع په لاره کې معلول او ټپي شوي دي، د اړوندو برخو د مسوولینو په شتون کې ددغې کورنۍ ستونزې وڅېړلې او دغې کورنۍ ته یې ډاډ ورکړ چې ډير ژر به یې د ستونزو د اوارۍ په برخه کې په جدي توګه ګام پورته شي.
د ملي دفاع وزارت مرستیالې، ددغې مور د دریو زامنو د درملنې په برخه کې چې د هېوادوالو د ځان او مال د ساتنې په لاره کې د هېواد له دښمنانو سره د مبارزې په ترڅ کې معلول او ټپیان شوي دي، د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز صحیه قوماندان ته دنده وسپارله څو په دننه هېواد یا بهر کې ددغو دریو اتلانو د درملنې زمینه مساعده کړي او همداراز ددغې کورنۍ څلورم زوی چې ده هم د دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې دنده لرله خو د کورنیو ستونزو له کبله له دندې منفک شوی دی، بیرته به په رسمي توګه خپلې دندې ته شامل شي.
همداراز د ملي دفاع وزارت مرستیالې، دغې کورنۍ ته ډاډ ورکړ چې د بې کورۍ ستونزه به یې له ذیربطو مراجعو سره په همغږۍ حل کړي.
د ملي اردو د ټپیانو او د دوی محترمو کورنیو ته رسیدنه د ملي دفاع وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دي، او تل دا هڅه کېږي څو د دوی ستونزو ته په جدي توګه رسیدنه وشي.