د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۹:۲۲
د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه لیدنه وکړه


د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا فاضل "مظلوم" تیره ورځ د سفر په ترڅ کې د ۲۱۵ عزم قول اردو له قومندان، د لواګانو له مسؤلینو، د کنډکونو له آمرینو او د دې قول اردو له مدیریتونو څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال د مجاهدينو د صفونو د يووالي د ټينګښت په هکله توصیې وکړې او مجاهدينو ته یې سپارښتنه وکړه چې د اميرالمؤمنين "حفظه الله" د حکمونو اطاعت وکړي.

او همدا راز د ددې کتنې ترڅنګ یې د شهیدانو کورنیو سره هم ولیدل او د هغوى ستونزې او وړانديزونه یې واورېدل او د حل کولو ژمنه يې وکړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته