د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۲۲:۳۷
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مالیزیایي پلاوي سره وکتل

نن ورځ د مالیزیا هیواد ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازي د یو سفر په ترڅ کې کابل ته سفر وکړ او دلته یې د ملي دفاع له سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" سره پخپل کاري دفتر کې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په مالیزیا هېواد کې له افغان مهاجرینو سره د مالیزیایي خلکو او دولت د ښه چلند او له افغانستان سره د دغه هېواد د اوږدمهاله اړیکو یادونه وکړه او ویې وویل: مالیزیا یو پیاوړی او لوی اسلامي هیواد دی، هیله مند یم چې دغه تګ او راتګ لا پیاوړی شي.

په دې جریان کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" مېلمنو ته د اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو د سرښندنو، قربانیو او د دغه هېواد د اوسني وضعیت په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: چې له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کې اشغال له منځه تللی او جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده او په ټول هیواد کې سرتاسري امنیت رامنځ ته شوئ دی.

د ملي دفاع سرپرست وزیر  دغه پلاوي ته پخپلو خبرو کې وویل: چې په افغانستان کې د داعش په شمول هیڅ یوه ډله په فزیکي ډول وجود نه لري او اسلامي امارت به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه ګاونډیو او سیمې هیوادونو ته ګواښ او تهدید رامنځ ته کړي.

په پای کې دغه پلاوي افغانستان او مالیزیا دوه دوست هیوادونه وبلل او پر هر اړخیزو همکاریو یې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې په افغانستان کې یې څه لیدلي د خپل هیواد لوړ پوړیو مسؤلینو ته به یې ورسوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته