د ملي دفاع وزارت سرپرست د همدي وزارت په مرکز کې له معینتونو، ریاستونو او اړونده ادارو څخه لیدنه وکړه.

s.mohmand
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۸:۴۵
د ملي دفاع وزارت سرپرست د همدي وزارت په مرکز کې له معینتونو، ریاستونو او اړونده ادارو څخه لیدنه وکړه.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب ''مجاهد'' او ورسره مل پلاو پرون سهار په یو ناڅاپانه راتګ سره د ملي دفاع وزارت له ټولو معینتونو، ریاستونو، مدیریتونو او نورو کاري څانګو څخه لیدنه وکړه او د دغه وزارت له رئیسانو، مدیرانو او کارکوونکو سره یې له نږدې وکتل، او د تیر شوي اختر مبارکې یې ورکړل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د اختر د مبارکي تر څنګ له ټول پرسونل څخه مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چي د اداري کارونو په لا چټکتيا او د خدمتونو په وړاندې کولو کې دې په صادقانه توګه کار وکړي.
 
د ملي دفاع وزارت سرپرست زیاته 
کړه چی د نظام او هېواد سوکالي او پرمختګ ستاسو د شپو او ورځو په هلوځلو او کوښښونو پورې تړلی ده او آخره کې یې ټولو مسؤولینو، کارکوونکو او منسوبینو ته د الله ﷻ څخه دښه خدمت دتوفیق ورکولو دعا وکړه. 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته