د ملي دفاع وزارت رییسانو تر منځ ګډه غونډه تر سره شوه 

s.mohmand
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۱ - ۱۰:۴۲
د ملي دفاع وزارت رییسانو تر منځ ګډه غونډه تر سره شوه 

نن، د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" په مشرۍ د ملي دفاع وزارت د رییسانو تر منځ د یاد وزارت په مقر کې ګډه غونډه تر سره شوه. 

په دې غونډه کې، په یو شمېر  اړینو موضوعاتو لکه د ملي دفاع وزارت کارکوونکو او منسوبینو ته د رسمي کارتونو ویش، په قطعاتو کې د روغتیایې برخو فعالول او پیاوړي کول، د اړتیا پر بنسټ د لوژستیکي تجهیزاتو چمتو کول، په قطعاتو او جزوتامونو کې پوځي مطبوعات او خپرونې بیا ځلې پیل او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه او پریکړې وشوې. 
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته