د ملي دفاع وزارت رییسانو تر منځ ګډه غونډه تر سره شوه
نن، د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت د دفتر رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" په مشرۍ د ملي دفاع وزارت د رییسانو تر منځ د یاد وزارت په مقر کې ګډه غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې، په یو شمېر اړینو موضوعاتو لکه د ملي دفاع وزارت کارکوونکو او منسوبینو ته د رسمي کارتونو ویش، په قطعاتو کې د روغتیایې برخو فعالول او پیاوړي کول، د اړتیا پر بنسټ د لوژستیکي تجهیزاتو چمتو کول، په قطعاتو او جزوتامونو کې پوځي مطبوعات او خپرونې بیا ځلې پیل او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه او پریکړې وشوې.