د مسلحو ځواکونو لوی درستیز د زلزلې د قربانیانو په لویه جنازه کې کډون وکړ
نن ورځ د مسلحو ځواکونو لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" او ورسره مل پلاوي چې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو رئیس ارکان یې ملتیا کوله د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ ته سفر وکړ او د تېرې ورځې زلزلې د قربانیانو په لویه جنازه کې کډون وکړ او د هغوی کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
د مسلحو ځواکونو لوی درستیز حافظ محمد فصیح الدین "فطرت" زلزله ځپلو قربانیانو ته په خطاب کې وویل: چې دا یو الهي افت او طبعي حادثه ده موږ ستاسو سره په دغې لویه غمیزه کې شریک یو او ستاسو هر ډول مرستې ته چمتو یو، تر څو پورې چې موږ ستاسو لپاره سر پنا پیدا نکړو تر هغې به ارام ونکړو.
همدا راز زیاته یې کړه چې زموږ ټول صحي، لوژیستیک او انجینري ټیمونه ساحې ته رسېدلي دي له ټولو امکاناتو سره په کار لګیا دي ترڅو زموږ ځپل شوي هیوادوال وژغوري او د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره یې نغدي مرسته هم وکړه.