د مسلحو ځواکونو لوی درستیز د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته سفر وکړ

د مسلحو ځواکونو لوی درستیز الحاج قاري فصیح الدین "فطرت " او ورسره مل پلاوي د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو واخان، اشکاشم، زیباک او سرحدي سیمو ته سفر وکړ او د هغه ځای له مسؤلینو او اوسېدونکو سره یې ولیدل.
په دغه سفر کې د مسلحو ځواکونو لوی درستیز ټولو جزوتامو او قطعاتو ته نظامي یونیفورم توزیع کړ او همدا راز د اتمې سرحدي لوا دویم کنډک د لیدلو ترڅنګ یې د مجاهدینو له سرحداتو څخه دفاع او د دوی شپه او ورځ هڅې وستایلې او مسؤلینو ته یې د نویو پوستو جوړولو امر وکړ.
همدارنګه د یادې لوا مجاهدینو اطمنان ورکړ چې له خپلو سرحداتو څخه به په کلکه دفاع کوي او هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ په یوه لویشت خاوره کې تصرف وکړي.
د یاد ولایت د پامیر او واخان اوسېدونکو د لوی درستیز سفر، د امنیت ټینګښت، دملي دفاع وزارت له لوري د بشردوستانه مرستو کول او د هر ډول اسانتیاوو برابرول یې یو لوی اقدام وباله او د اسلامي امارت څخه یې هر ډول ملاتړ اعلان کړ.