د بلخ ولایت د امنیت ټېنګښت په موخه به تازه امنیتي پلانونه پلی شي

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۸ - ۱۸:۴۱
د بلخ ولایت د امنیت ټېنګښت په موخه به تازه امنیتي پلانونه پلی شي

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین "ضیا"، د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه نن دغه ولایت ته سفر وکړ.

په دې سفر کې د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست د لوړ پوړي پوځي پلاوي په ملتیا لومړی د بلخ له والي محمد فرهاد "عظيمي"، د ۲۰۹ شاهین قول اردو له قوماندان، ددغه ولایت له امنیه قوماندان او د ملي امنیت له رییس سره وکتل.

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملی دفاع وزارت سرپرست د بلخ ولایت له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره، امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوو او د یاد ولایت د امنیتي وضعیت د لا ښه والي په موخه یې امنیتي مسوولینو ته لازم هدایات صادر کړل.

د وسله وال پوځ لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال محمد یاسین ضیا، د هېواد په شمال کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د اتلولیو او لاسته راوړنو په ویاړ د یادو ځواکونو قدردانی وکړه او ژمنه یې وکړه چې د ملي دفاع وزارت او ستر درستیز مشرتابه به د دوی د ستونزو د حل په موخه کوټلي او هر اړخیز ګامونه واخلي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته